فرهنګ

په بلخ ولايت کې د ادبي او فرهنګي مرکز جوړول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢ :
دبلخ ولايت په کچه دبخدي ادبي اوفرهنګي مرکز په فعاليت پيل وکړ.
دغه  فرهنګي مرکز دځوانانو او کارکوونکو دادبي ، فرهنګي اوعلمي کچې دلوړولو په موخه  دقومي مشرانو ، دخصوصي پوهنتونونو ، دښوونکو دروزنې   داستادانو او يوشمير قوماندانانو اوفرهنګيانو په ګډون نن پرانستل شو.
ددغه مرکز دفعاليت موخه دنجونو اوهلکانو په ګډون په کليو اوبانډو کې له تعليمي فرصتونو څخه دلرې پاتې  ځوانانو وده ده.
دغه مرکز دبلخ ولايت  دفرهنګيانو ، استادانو او ځوانانو په نوښت  جوړشوى دى چې رهبري يې  عطامحمدساهو په غاړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته