په بلخ ولايت کې ديوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه .
کابل باختر د وږي نهمه :
په بلخ ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ په ځان وژنې لاس پورې کړ .
دغې نجلۍ په ښکاره له هغه وروسته چې کورنۍ يې غوښتل هغه ددې له خوښې پرته يوه سړي ته واده کړي خپل ژوندپاى ته رسولى دى .
دغه پيښه نن سهار دشولګري ولسوالۍ په قبچاق کلي کې رامنځته شوې ده .
دسيمې يو اوسيدونکې وايي کله چې ددغې ځوانې نجلۍ کورنۍ دهغې دژغورنې لپاره هلې ځلې وکړې هغې سا ورکړې وه .
دشولګري ولسوال سراج الدين عابد ددغې ځوانې نجلۍ ځان وژنه تاييد کړه او ويې ويل چې په ښکاره دې دکورني له خوا په جبري ډول دواده پرخلاف غبرګون کې ځان وژلى دى .
ښاغلي عابد وويل چې ددغې پيښې دڅرنګوالي په باب دپوليسو پلټنې پيل شوي دي .