ښوونه او روزنه

په بلخ ولايت کې ديوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانستل شوه

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
دبلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښارکې دسيدهدايت الله نقشبندي دليسې  نوې ودانۍ  پرون ددغه ولايت  دپوهنې رياست  دچارواکو له خوا پرانستل شوه او  ګټې اخيستنې ته وسپار ل شوه.
دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې :  دغه ودانۍ دآلمان د جې آى  زيد موسسې  په مالي مرسته   دديرشو مليونو افغانيو په لګښت  په دوو  پوړونو کې  په  دوو کلونوکې  جوړه شوې ده .
دغه ودانۍ ٢٤ درسي   او اته  اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري چې دهغې په جوړيدو سره ددرسي خونو دنشتوالي  له پلوه دزده کوونکو ستونزې لرې شوې دي.
ديادونې وړ ده چې دسيد هدايت الله نقشبندي په ليسه کې دنجونو اوهلکانو په ګډون څه دپاسه  پنځه زره تنه په زده کړې بوخت دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته