اقتصاد

په بلخ ولايت کې ديرشو تنو کوچي متشبثينو ته کاري وسايل ورکړ شول .

-کابل باختر د زمري  اوولسمه :
په بلخ  ولايت کې نن ديرشو تنو کوچي متشبثينو ته دکار وسايل ورکړ شول .
دباختراژانس دخبرله مخې دهېواد دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دکليوالي صنايعو دپراختيا ملي پروګرام  دفعاليتونو  په لړکې داځلې په بلخ او نهر شاهي ولسواليو کې  له ديرشو تنو کوچي متشبثينو  سره  دکار دوسايلو  مرسته وکړه .
په دغو وسايلو کې سولر ، فريز ، دشوړمبې دجوړولو مکسر ، دشيدې درم ، دشيدې تستر يا دچګې تيزاب شته چې دکوچيانو دتوليداتو دودې او پرمختيا لپاره ددولتي ادارو دمسوولينو په شتون وويشل شول .
  ختم_ عطاالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته