خبرونهټولنهTOP

په بلخ او ننګرهار کې دوې شخړې حل شوې

کابل، د وږۍ ۲۲ مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په ننګرهار او بلخ ولایتونو د دوو لویو شخړو د حلولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت باختر اژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي، چې د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ په ګل ډاک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۵ کلنه شخړه حل شوه چې د یوې لوري پکې یوکس خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
په ورته وخت کې ښکېلو لوریو د اسلامي امارت له مشرانو او مسوولینو مننه وکړه، چې د ولسونو اوږدې شخړې هواروي.
دغه راز د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د رئيس مولوي سردار محمد محمدي، ځايي سپين ږيرو، ځوانانو، متنفذينو، ديني عالمانو او د نظر خاوندانو په هلو ځلو هواره شوه او دواړه قومونه سولې ته را وګرځېدل.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو ولايتي رياستونو په همغږۍ تل هڅه کوي چې د هېواد په هره سيمه کې شخړې، دښمنۍ او وژنې له منځه يوسي او ولسونو ته د ارام، هوسا او سولييز ژوند زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته