خبرونهټولنه

په بغلان کې ۲۰۰ زیانمنوشویو کورنیو خوراکي توکي ترلاسه کړل

 کابل، د غوايي ۲۴ مه، باختر

د خوړو نړېوال سازمان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې د وروستیو سېلاوونو له امله پر ۲۸۱ زیانمنو شویو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د بغلان د کلیو، بيارغونې او پراختیا رياست د خبري څانګې  مسوول محمد نصیر طاهري د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو توکو کې پنځوس کيلو ګرامه اوړه، غوړي، دال نخود او بسکویت  شامل دي، چې په دهنه غوري ولسوالۍ کې د وروستيو سېلاوونو له امله پر ٢٨١ زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شول.

جهانیار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته