ټولنه

په بغلان کې ښځو ته د موټر چلونې د زده کړې کورس جوړ شو

کابل باختر د لړم اوومه :
په بغلان ولايت کې د لومړي ځل لپاره د ″ بانوان خورشيد ″ او ″بانوان بغلان″ موسسو له خوا د دغه ولايت  د ښځو چارو رياست له خوا ښځو ته د موتر چلونې روزنيز کورس جوړ شو.
د بغلان د ښځو چارو رييسې خديجې يقين د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د موټر چلونې دغه کورس ښځو او نجونو ته د کارموندنې او د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي او بې وزلي د له منځه وړلو په مقصد جوړ شوى دى چې ۲۵ تنه ښځې پکې د ۵۰ سلنې په تخفيف سره شاملې شوې دي.
د ښځو چارو رييسې وويل چې د موټر چلونې نظري زده کړې د بي بي صبرۍ په بڼ کې او عملي کار يې د پلخمري ښار په واټونوکې ترسره کيږي .
  ختم_ج_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته