ټولنه

په بغلان کې څړ ځايونه بيارغاول کېږي .

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر
دبغلان دکرنې اوبو لګولو اومالدارى  رياست په څه دپاسه درې سوه هکتاره  څړځاى کې للمي رشقه وکرله .
دبغلان دکرنې اوبو لګولو اومالدارى  رياست دخبري څانګې مسوول سيد نور اقا سادات دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دطبيعي سرچينو دامريت دڅړځايونو مديريت او دبغلان دکرنې اوبولګولو اومالدارى رياست په دغو ځمکو کې چې په پلخمري او دبغلان په دوشي ولسوالۍ کې موقعيت لري او په تېرو کلونو کې په شاړو ځمکو بدلې شوې وې  دسيمې دمالدارانو  په همکارى للمي رشقه وکرله .
هغه ددې کار موخه دڅړځايونو بيارغاونه اواحياکول دمالدارى  پرمختيا او ددغه ولايت دمالدارانو دستونزو لرې کول وبلل .  ختم_ ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته