په بغلان کې څه ناڅه دوه سوه نوي زره تنه ماشومان واکسين کيږي
کابل – باختر دلړم دمياشتې ٤
د پوليو د واکسيناسيون د تطبيق د مني د پروګرام دويمه دوره نن په بغلان ولايت کې پيل شوه.
د بغلان ولايت دعامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت آمر عبدالرحمن الفت د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې دوره کې ٨٩٢ تنه رضاکاران په څوارلسو اداري واحدونوکې د کور په کور ډول له پنځه کلنى څخه ښکته څه د پاسه دوه سوه ٩٠ زره تنه ماشومان د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ په وړاندې واکسينوي.
الفت زياته کړه: په روان کال کې په بغلان ولايت له پوليو او يا مشکوکو پيښو څخه نمونه اخستل شوې ده چې د کتنو له ترسره کولو وروسته دغه پيښې پوليو تثبيتې شوې نه دي.