ټولنه

په بغلان کې څه ناڅه دوه زره کورنيو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شوې

کابل باختر د تلې اوولسمه :
په بغلان ولايت کې د څه ناڅه ١٤ کيلومتره سړک د کريړ اچولو کار نن بشپړ شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د بغلان د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير اول خان احمدزي وويل چې دغه سړک د ١٩ مليونوافغانيو په لګښت د ١٤ کيلومترو په اوږدوالي او د اوو مترو په سور کريړ واچول شو او هم څو پل او پلګوټي  په دغه سړک کې جوړ شوي دي.
ده وويل چې دغه پروژه د بغلان د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د کليوالي لارو د جوړولو د پروګرام په چوکاټ کې په يوه کال کې بشپړ اوګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
د بغلان د کليو د بيا جوړلو او پراختيا رييس وويل چې د صنعتي بغلان د چاچه او سالنګي او د نورو نهو کليو دوه زره يوسلو پنځه ديرش کورنيو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته