په بغلان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر مخ په زياتېدو دى

کابل / د غویي ۲۹مه / باختر
د بغلان د عامې روغتيا مسوولین په دغه ولايت کې د کووېډ-١٩ ناروغۍ د نوي مورد د خپرېدو خبر ورکوي.
د بغلان د کووېډ -١٩ روغتون د تخنيکي څانګې مسوول ډاکټر ضياالدين ضيا باختر آژانس ته وويل چې په تېرو٢٤ ساعتو کې ٧ تنه په کروناويروس اخته شوي دي چې ۳ يې مړه شوي دي.
ضيا د بغلان له ټولو اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې روغتيايي ټکي په جدي ډول په پام کې ونيسي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ په بغلان کې د کووېډ -١٩ ناروغۍ له پيل څخه تراوسه د کروناويروس ١١٧٦ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او ۶۵ تنه مړه شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته