ټولنه

په بغلان کې په پوځي عملياتو کې طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
په بغلان ولايت کې دامنيتي ځواکونو په ګډو چاڼيزو عملياتو کې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال نورحبيب ګلبهاري دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: دغه عمليات دپلخمري ښار دسرخ کوتل په سيمه کې دوسله والو طالبانو له شتون څخه ددغې سيمې دپاکولو په مقصد پيل شوي دي چې تراوسه پورې دشلو طالبانو په وژلو سربيره څو تنه نوريې ټپيان شوي دي .
دغه راز لس کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوې دي او د طالبانو اووه ميله ډول ډول وسله هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلې ده .
ويل کيږي عمليات په نسبي ډول کمزورى روان دي ، ځکه چې طالبانو په سيمه کې دشتون په وخت کې څو پلونه او پلګوټي وران کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته