په بغلان کې په خپلې ځوانې لورد يو پلارتيري

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ١٠ :
په بغلان ولايت کې يو پلار په خپلې ځوانې لور د جنسي تيري په تور د امنيتي مامورينو له خوا ونيول شو.
دخوست ولسوالۍ د بند حوض د سيمې په اوسيدونکى عبدالعليم تور لګول شوى دى چې په خپلې ځوانې لوريې په وار وار جنسي تيري کړى دى.
دغې ځوانې نجلۍ د باخترآژانس له خبريال سره  په خبروکې تائيدکړه چې پلار يې د زور په کارولو سره په وار وار جنسي تيري  پرې کړى دى.
په همدې حال کې دپوليسو لومړني څيړنې ددغې ځوانې نجلۍ ادعاتائيدوي.
دبغلان ولايت دخوست ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال زلمى باخترآژانس ته وويل چې ددغې ځوانې نجلۍ پلار د امنيتي مامورينو له خوا نيول شوى دى اوله ده څخه پوښتنې اوتحقيقات دوام لري.
له بلې خوا هم ددغې نجلۍ روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى؛ خو ويل کيږي چې دغه تيري د دې په روح باندې منفي اغيزې کړې دي. دا ډېر ناوړه تيري بلل کيږي. څه موده مخکې په هرات کې هم يو پلار په خپلې لور دجنسي تيري په تور ونيول شو.ددغې نجلۍ د ادعا له مخې پلار يې کلونه کلونه  په جبري توګه په دغې نجلۍ  جنسي تيري کړى دى.
په همدې حال کې دمدني ټولنې مرکزونو، د بشر د حقوقو مدافعانو اوخلکو ددغه پلار د اعدام غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته