په بغلان کې يوولس تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

د بغلان د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو پرون ١١ تنه په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو په اړوند ونيول.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمدجاوېد بشارت باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دغه کسان د وژلو، وسله والو غلاوو، د نشه يي توکو د پلورلو او د غير قانوني وسلو د لېږدونې په تور د خلکو په همکارۍ ونيول شول.

بشارت وويل چې د نيول شويو کسانو دوسيې تر څېړنې وروسته عدلي او قضايي بنسټونوته استول کېږي.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته