په بغلان کې نشه يي توکي ترلاسه شول

کابل باختر دکب درې ويشتمه :
د بغلان ولايت له نشه يي توکوسره د مبارزې  پوليسو تيره شپه شل کيلوګرامه نشه يي توکي په پلخمري ښار کې  کشف او ضبط کړل .
د بغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې مدير  سمونوال شاه محمود پويا دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دغو  توکو کې چرس او اپين شامل دي  چې په يو کرولا موټر کې  له چاربولک ولسوالۍ څخه کابل ته ليږدول کيده ،خود پلخمري ښار د شمرق دپلټنې په پوسته کې ونيول شول.
پويا وويل  د دغه موضوع په اړوند يوتن هم نيول شوې دى .   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته