په بغلان کې له نظام څخه د ملاتړشورا جوړه شوه
کابل / د چنګاښ ۱۴ / باختر
په بغلان کې له اوسنی نظام څخه د ملاتړشورا پرون جوړه شوه.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، دغه غونډه چې د بغلان د والي محمد اکبربارکزي، د ملکي او پوځي بنسټونو د مسوولینو په ګډون جوړه شوه، د بغلان د والي دفتر رییس عبدالقدوس یزداني د دغه شورا د جوړولو موخه یې له نظام څخه ملاتړ، د شلو وروستیو کلونو له لاس ته راړنو څخه دفاع ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو سوق او ادارې او د شته نظام ساتنه وباله .
د بغلان مشرتابه دغه غونډه په داسې حال کې جوړه کړه چې د هېواد پوځيانوپه تېرو اوونیو کې په بغلان کې په میړانې سره د طالبانو پر وړاندې وردېدل او د هغوی ډله ییزبریدونه په میړانې سره شنډ کړل.
د یادونې وړده چې د بغلان په زرګونواوسېدونکو د دغه ولایت له لرو پرتوسیمو د هيواد له امنیتي او دفاعي ځواکونوڅخه ځپل ملاتړاعلام کړ.
-ع