په بغلان کې سېلاوونو د دغه ولايت مواصلاتي لارې تړلې دي

کابل / د غویي ۲۷مه / باختر
په بغلان کې له دوه اوونیو راپدېخوا د سېلاوونو راوتل د دغه ولايت د درېو ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې دي.
د بغلان د خوست ولسوال ذبيح الله رستمي باختر آژانس ته وويل چې د سېلاوونو د د راوتلو له امله د بغلان د خوست، فرنګ او د ګذرکاه نور ولسواليو مواصلاتي لارې د دوو اوونيو راپدېخوا د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي او د دغو ولسواليو خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.
يوشمېر موټر چلوونکي وايي چې د خوست ولسوالۍ مواصلاتي لاره په څو سيمو کې د سېلاوونو د راوتلو له امله ويجاړه شوې ده او د دغې لارې د پرانیستلو لپاره د خوست ولسوالۍ له پېښو سره د مبارزې رياست سره د دوى اړيکې کومه پایله نه ده ورکړې.
خو د خوست ولسوال د تړل شويو لارو د پرانیستلو لپاره د هڅو خبر ورکړ او ټينګار يې وکړ چې په راتلونکو ٢۴ ساعتو کې د خوست ولسوالۍ د پلفي غاښي د ترافيکو پرمخ پرانیستل کيږي.
ختم – ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته