په بغلان کې سلګونو کورنيو دڅښاک په روغتيايي اوبو برلاسي ترلاسه کړ .
کابل باختر د ثور اوه ويشتمه :
دبغلان ولايت دمرکز پلخمري ښار په مربوطاتو کې په سلګونو کورنيو دلومړي ځل لپاره دڅښاک په روغتيايي اوبو برلاسي ترلاسه کړ .
دغو کورنيو تراوسه پورې دلري واټنونو په وهلو سره دڅښاک لپاره دسيند له اوبو څخه استفاده کوله .
داوبو رسولو ديوې دستګاه په فعاليت سره دغو کورنيو روغتيايي اوبه ترلاسه کړي .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس عبدالرب حکيمي باختراژانس ته وويل چې ددغې دستګاه په جوړولوکې شپږ مليونه افغانۍ لګيدلي دي .
داوبو رسولو ددغې دستګاه په فعاليت سره په پلخمري ښار پورې اړوند دخنجر اباد په سيمه کې اووه سوه کورنيو دڅښاک په روغتيايي اوبو برلاسي پيداکړ .
ددغې دستګاه نلونه تراوو کيلومتري واټن پورې دخلکو کورونواو کوڅو ته غځول شوي دي .
دبغلان ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس وايي چې داوبو رسولو دغه دستګاه ديو سلو پنځوس متره مکعب اوبو دتوليد او ساتنې ظرفيت لري .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت معين عتيق الله خواصي ددغې دستګاه دفعالولو په مراسمو کې وويل چې دڅښاک په روغتيايي اوبو دخلکو برلاسي يوه ستره اړتيا ده .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت معين وايي چې په ډير لنډ وخت کې په پلخمري کې دڅښاک دروغتيايي اوبوددريو نورو دستګاو دجوړولو کار بشپړيږي . . ويل کيږي چې ددغو دستګاو په فعاليت سره نږدې دوه زره کورنۍ دلومړي ځل لپاره دڅښاک په روغتيايي اوبو برلاسۍ پيداکوي .