په بغلان کې د ۴۵ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو کوچنیو بندونو او بدیلو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۹مه، باختر

د بغلان په څلورو ولسوالیو کې د کوچنیو ذخیروي بندونو او په ۱۱ ولسوالیو کې د اوبو د کوچنیو بندونو د بدیلو پروژو چارې د کلیو، پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري د ۴۵ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.

په دغو مراسمو کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملامحمد یونس اخندزاده وویل، چې د دې کوچنیو ذخیروي بندونو په جوړولو سره به دې ولایت کې تر یوه بریده اوبه مدیریت، د ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه او دغه راز به د وچکالۍ پر وړاندې اغېزمن ګامونه پورته شي.

نوموړي له قراردادي شرکتونو او مسؤلینو وغوښتل چې د دې پروژې په لوړ کیفیت پلي کېدو او نظارت ته دې پاملرنه وکړي.

ورته مهال د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي وايي، چې په دغې پروژه ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې په ځينو ولسوالیو کې کوچني ذخیروي بندونه او په هغو ولسوالیو کې چې د ذخیروي بندونو ظرفیت شتون نه لري بدیلې پروژې یې پلې کېږي.

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني ډاډ وښود چې په دې ولایت کې ټول شته ملکي او نظامي ادارې به د دې پروژې د ښه تطبیق په برخه کې له اړوندو مسوولینو سره همکاري وکړي څو ژر او په ښه کیفیت سره تطبیق شي.

د دوشي ولسوال قاري محمد یوسف عمر وايي، چې په دوشي ولسوالۍ ډېر کله سېلابونه د خلکو ژوند ګواښي او اړتیا ده چې د اوبو د کوچنیو ذخیروي بندونو ترڅنګ په کې استنادي او محافظتي دېوالونه هم جوړ شي.

مسؤلین ډاډ ورکوي چې د دغې پروژې چارې به په نږدې درې میاشتو کې بشپړې او په کې به لسګونه وزګارو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته