په بغلان کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سیالۍ د بابر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
کابل، د سلواغې ۲۸ مه، باختر
د بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ د کرېکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمر قاري محمد امیر امیري وویل چې د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۲۷ ورځې وړاندې د یاد ولایت ډنډ غوري ولسوالۍ د سرخ کوتل کلي په ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې د بابر کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
امیري زیاته کړه، چې د دغو سیالیو پای لوبه د وزیر آباد يونايټيت او بابر کرېکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د بابر کرېکټ لوبډلې په ټاکلو ۸ اورونو کې د ۳ لوبغاړو د لاسه ورکولو سره د۱۵۰ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د دوزير آباد يونايټيټ لوبډلې د څلور۴ لوبغاړو دلاسه ورکولو سره یواځې ۸۳ منډې ترلاسه کړې او سیالي یې د ۶۸ منډو په توپیر بابر کرېکټ لوبډلې ته وبایلله.
د يادو سياليو موخه د ټېپ بال کرېکټ ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره یوه سالمه تفریح برابرول و چې د سیالۍ په پای کې د ټيپ بال فدراسيون او ورزش امریت له لورې لومړي او دویم مقام لوبډلو ته کپونه، او غوره لوبغاړو ته چمتو شوي مډالونه او نغدې جايزې ورکړل شوي.