اقتصاد

په بغلان کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴ کیلومتره سړک د کریړولو کار روان دی

کابل/ د زمري لومړۍ/ باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه یزو پروګرامونو د همغږۍ د دفتر له لوري د بغلان  په تاجیکان پلحصار اندراب کلي کې د۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴.۰۱۵ کیلومتره سړک د کریړولو کار روان دی.
ددې پروژې په بهير کې ۴۲۰ کاري ورځې رامنځته کیږي او په ورځني ډول ۵۰ یا ۶۰ تنه په کې په کار بوختیږي، او پر بشپړیدو به یې ۳۲۰ کورنۍ نیغ په نیغه ترې ګټه پورته کړي.
باید ووایو چې یاد سړک بغلان ولایت له پنجشیر سره نښلوي او په جوړیدو به یې د سیمې استوګن په لنډ وخت کې خپل کرنیز توکي د خرڅلاو تر بازاره ورسولای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته