په بغلان کې د یوې امنیتي حوزې او درې پوستو ودانۍ بیا ورغول شوې
کابل، د مرغومې ۲۳ مه، باختر
د بغلان امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، چې په پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالیو کې یې د یوې امنیتي حوزې او دغه راز د درې پوستو ودانۍ بیا رغولې دي.
د بغلان امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امنیې قومندانۍ د تامیناتي چارو مرستیال قاري عبدالمجید مصطفی له قوله لیکلي، چې د شپږمې حوزې، د جلوګیرې د پوستې، د ګرداب د پوستې او تاجکانو د پوستو ودانۍ بیارغول شوي او د پاتې پوستو او حوزو ودانۍ به هم ورغول شي.
د بغلان امنیې قومندانۍ د ودانیو مدیر انجنیر نورالرحمن رحماني وویل، چې د دې ودانیو د جوړولو چارې د بغلان امنیې قومندانۍ د ځانګړې پاملرنې له مخې پیل شوې وې، چې پای ته ورسېدې.
د بغلان اوسېدونکي وايي، چې حکومت دې په دې ولایت کې ټولې هغه پوستې او امنیتي مرکزونه بیاورغوي، چې د جګړو پر مهال ویجاړ شوي دي.