ښوونه او روزنه

په بغلان کې د کاتب په نامه کتابتون جوړ شو

کابلباخترد چنګاښ ٣١ مه
د کاتب په نامه کتابتون له شپږ زره ټوکو کتابونو سره نن په پلخمري ښار کې پرانيستل شو.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست همايون رستمي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کتابتون لومړنى معياري کتابتون دى چې د مطالعې تالار په لرلو سره د کمپيوټري ريفرنس له مخې په فعاليت پيل کړى او د مينه والو په خدمت کې دى.
رستمي د مطالعې فرهنګ په رواجولوکې د دغه شان فرهنګي مرکزونو د جوړولو رول ارزښتناک وباله او څرګنده يې کړه چې د ښې حکومتوالۍ جوړول په معلوماتو پورې تړلي دي چې د مطالعې له لارې امکان لري.
دغه راز د کاتب کتابتون مسوول جلال الدين نورزي د دغه کتابتون د جوړولوهدف  ځوانانو په تېره بيا محصلانو ته خدمت وباله او څرګنده يې کړه چې ځوانان کولاى شي په مياشت کې د ٢٠٠ افغانيو حق العضويت په ورکولو سره له دغه کتابتون څخه استفاده وکړي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته