په بغلان کې د ډبرو سکرو د کانونو د ګوښه کړى شويو کارګرانو اعتراض

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
په بغلان  ولايت کې د ډبرو سکرو د دريوکانونوکارګرانو او کارکوونکو دخپل ډله ييز ګوښه توب پرخلاف غبرګون کې پرون په سوله ييزو مظاهرو لاس پورې کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د کرکر، دودکش او آهندرې د ډبرو سکرو د کانونو کارګران او کارکوونکو د افغان کول کمپنۍ له خوا يوه اوونۍ مخکې له دندې څخه ګوښه کړى شول.
د درې ګونو کانونو څه ناڅه ٤٠٠ تنو مغرضوکارګرانو او کارکوونکو خپلې مظاهرې د کان د پله له ساحې څخه پيل او د سمنټو د افغان کول کمپنۍ د رياست په استقامت موږ کار غواړو؛ موږ کورنۍ لرو؛ د شعارونو په ورکولو سره خپل لاريون ته دوام ورکړ .
د دغې کمپنۍ يوه ګوښه کړى شوي کارکوونکي انجنير واسع د متعرضو کارکوونکو او کارګرانو په استازيتوب د خپلو مظاهرو علت له کانونوڅخه خپل ډله ييز ګوښه توب وبلل او ويې ويل چې د افغان کول کمپنۍ خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي او ٥٢٠ تنه کارګران او کارکوونکي يې په ډله ييزه توګه له دندو څخه يې ګوښه کړل او د څمڅو دروازې يې له ٧٨ کلونوفعاليت وروسته د کارګرانو پرمخ تړلي دي.
د يادونې وړ ده چې دغو کارګرانو له هغو وروسته چې په مظاهرو لاس پورې کړ د دوى د استوګنې د کورونو بريښنا هم د دغې کميټې له خوا بنده شوې ده .
اعتراض کوونکو کارګرانو او کارکوونکو په اتو مادوکې يو پريکړه ليک ولوست او دولت ته يې خبر دارى ورکړ چې د دوى غوښتنوته د نه پاملرنې په صورت کې به د پلخمري –کندز او د پلخمري – ايبکو لوى لارې د ترافيکو پرمخ وتړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته