۱۰۰ ورځې

په بغلان کې د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ وشو

پلخمري باختر دورې دمياشتې  ٢ :
په  زرګونو تنو نن په بغلان ولايت کې  د  ډاکتر عبدالله عبدالله  دجمهوري رياست   له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړ.
د بغلان ولايت   دغو ښاريانو له  ډاکتر عبدالله عبدالله  څخه وغوښتل  چې دبرياليتوب په صورت کې   دې په افغانستان کې  لوږه  ، وزګارتيا او بد امنيۍ  پاى ته ورسوي .
ډاکتر عبدالله په داسې حال کې چې د ده مرستيالان  محمدخان او استاد حاجي محمدمحقق هم  حاضر وو  د بغلان ولايت  دپلخمري ښار په لوبغالي کې  خپلو زرګونو تنو پلويانو ته  وويل   چې دى به دبرياليتوب په صورت کې  دکيله ګي او دنهرين د بندونو په بيارغاونه کې  اقدام وکړي  او دغه راز د پلخمري _ دوشي  _ باميانو لويې لارې  به جوړې او قير کړي .
ده دغه راز په دې غونډه کې  له خپلو زرګونو تنو پلويانو سره  ژمنه وکړه  چې  دبرياليتوب په صورت کې به  دبدامنيۍ او فساد جرړې  وباسي  اود ملي وحدت
دټينګښت په لاره کې  به زياتې هلې ځلې وکړي.
په هيواد کې  دجمهوري رياست دانتخاباتو  دترسره کولو لپاره يوازې ١٤ ورځې پاتې دي  په دې موده کې  نوماندان هڅې کوي  خلکو ته  دخپلو پروګرامونو په تشريح کولو سره  دخپل ځان لپاره برياليتوب ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته