خبرونهاقتصادټولنه

په بغلان کې د څه باندې ۶۸ مېلیونه افغانیو په لګښت  استنادي دیوالونه او د اوبو دهنې جوړې شوي

کابل، د مرغومې ۲۰ مه، باختر

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلین وايي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ مؤسسې په مرکزي بغلان او فرنګ ولسوالیو کې  د څه باندې ۶۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د استنادي دیوال او د اوبو د  کوچینو دهنو  درې پروژې بشپړې کړې دي.

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي وايي، چې د دې ولایت په مرکزي بغلان او فرنګ ولسوالیو کې د کلیو او پراختیا ریاست په همغږۍ، د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ مؤسسې د درې پروژو په چوکاټ کې  ۲۲۶۰ متره استنادي دیوال او دغه راز ۲۲ د اوبو وړې دهنې جوړې کړي دي.

رشیدي زیاته کړه، چې د یاد استنادي دیوال او د اوبو په دهنو ۶۸ مېلیونه، ۴۴۲ زره او ۱۴۰ افغانۍ لګښت راغلی دی، چې ۲۷۰۲ تنه ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کوي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د خواجه خان بابا د سیمې د ولسي تړون د شورا خزانه ښایسته ګل وویل، چې د دې دیوالونو او دهنو په جوړېدو سره یو شمیر ځمکې د اوبو د لاندې کولو له

خطر څخه ژغورل شوي او دغه راز د اوبو د مدیریت په برخه  کې هم مهمې تمامې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته