خبرونهاقتصادټولنه

په بغلان کې د څه باندې ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې روانې دي

کابل، د مرغومې ۲۵ مه، باختر

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلین وايي، چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د دې ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت د افغانستان ټولنیز ملاتړ مؤسسې په مرکزي بغلان او فرنګ ولسوالیو کې  د څه باندې ۶۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د ګبیوني او استنادي دیوال، سربندونو او د اوبو د ذیرمو څلور پروژې چارې روانې دي.

د بغلان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د برنامو آمر انجنیر وسیم رشیدي وايي، چې د دې ولایت په مرکزي بغلان  او فرنګ ولسوالیو کې د کلیو او پراختیا ریاست په همغږۍ، د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د افغانستان د ټولنیز ملاتړ مؤسسې دڅلورو پروژو په چوکاټ کې  ۹۹۰ متره ګبیوني دیوال، ۲۶۴ متره استنادي دیوال او دغه راز ۲۲ د اوبو وړې دهنې جوړې کړي دي.

رشیدي زیاته کړه، چې په یادو پروژو ۶۲ میلیونه،  ۹۴ زره او ۱۹۸ افغانۍ لګښت راځي ، چې ۲۴۰۸ تنه په مستقیم ډول ترې ګټه پورته کوي.

د فرنګ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د کرنې په برخه کې دوی ته ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته