کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
د يوه سيمه ييزقوماندان په ګډون څلور طالبان نن په بغلان کې د پوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول.
د بغلان دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې مديرسمونيار صلاح الدين باختر آژانس ته وويل: دغه هوايي بريدونه ددغه ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ په قورموش کلي کې د دښمن پر سنګرونو ترسره شول چې په کې د تاله اوبرفک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي ولسوال د ورور ملانورالدين په ګډون څلور وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په بريد کې اووه نور وسله وال طالبان سخت ټپيان شول او د هغوى پوځي تجهيزات او نقليه وسايط هم له منځه يوړل شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ