په بغلان کې د پوليسو په يوې پوستې د طالبانو ناکام بريد

-کابل باختر دليندۍ شپږ ويشتمه :
دوه تنه يرغلګر طالبان په بغلان ولايت کې د پوليسو په يوې پوستې د بريد په وخت کې ووژل شول .
په دې بريدکې چې د تيرې شپې د دريو بجو په شاوخوا کې د زاړه بغلان ولسوالۍ د چارشنبې تيپې د مغلانو د کلي په پوستې ترسره شو، يو يرغلګر او دوه تنه پوليسان ټپيان شول .
د زاړه بغلان په ولسوالۍ کې د عامه نظم دپوليسو قوماندان برهان الدين زاهد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو .
ده په دې جګړه کې د دوو تنو پوليسانو ټپي کيدل هم تاييد کړل .
زاهد وويل چې يرغلګرو د تيرې شپې د دريو بجو په شاوخوا کې د زاړه بغلان ولسوالۍ د چارشنبې تيپې د مغلانو د کلي په پوستې بريد وکړ او د پوځيانو له خوا له کلک ګوزار وروسته وتښتيدل.
ويل کيږي چې په دې نښته کې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.