کابل / باختر/ دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون په مرکزي بغلان کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
د بغلان د پوليسو وياند دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه نښته له هغه وروسته د مرکزي بغلان ولسوالۍ په قشلاق سيمه کې ونښته چې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې د دغې ډلې د يوه سرګروپ په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوریې سخت ټپيان شول.
دغه راز په دې جګړه کې شپږ تنه سيمه ييز پوليسان هم شهيدان شوي دي.
پاى ذکرالله