کابل باختر دوږي يوولسمه :
د بغلان ولايت په مربوطاتوکې ٤٢ ژورې او نيمه ژورې څاګانې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
د بغلان ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير اول خان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه څاګانې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا د اوبو رسولو د پروګرام په چوکاټ کې د څه دپاسه شپږو ميليونو افغانيو په لګښت کيندل شوې دي .
اول خان وويل چې له کيندل شويو څاګانو څخه د اندراب د شاه کش او د پلخمري ښار د شاوخوا کليو او د خنجان، نهرين، بورکې د ولسواليو او د بغلان د شکرې د فابريکې ١٧١٠ کورنۍ چې د څښاک د اوبو له کمښت سره مخامخې وې، استفاده کوي.
ختم- ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل