کابل باختردتلي اتلسمه :
يو غير مسوول وسله وال قوماندان له يوه ملګري سره يې تيره شپه دبغلان ولايت دنهرين ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شو .
دنهرين ولسوال عبدالفتاح هاتف دباختراژانس خبريال ته وويل: يو غير مسوول وسله وال قوماندان مجاهد چې په موټرسايکل سپور و؛ کله چې د جوى کلان له استقامت څخه ددغې ولسوالۍ خواجه خدر ته روان و؛ د سيالې ډلې له خوا له امنيتي ملګري سره يې ووژل شو .
دنهرين ولسوال وايي چې ددغې پيښې اصلي علت د دوى ترمنځ د شخصي دښمنيو شتون دى .
خبرځاى زياته کړه:دقضيې دعاملانودنيولو په خاطردپوليسو پلټنې پيل شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ