په بغلان کې د وسلو يو قاچاق وړونکى نيول .

 

کابل- باختر د تلې ٦

  هغه سړى چې ويل کيږي د وسلو قاچاق کوي، دبغلان ولايت دملي امنيت دځواکونو په ځانګړو  عملياتوکې ونيول شو .

  دغه سړى چې هويت يې نه دې په ډاګه شوى، نن له غرمې وروسته د دوو بجو په شاوخواکې کله يې چې غوښتل اتلس ميکاروف ډوله تومانچې دافغانستان شمال ته وليږدوي، دملي امنيت دځواکونو له خوا په شمالي سالنګ کې ونيول شو .

  دبغلان ولايت دملي امنيت رييس بريد جنرال عبدالحفيظ  کريمي باختر اژانس ته وويل: دغه سړى وسلې په مهارت سره په يوکرولا موټر کې ځاى پرځاى کړې  وې چې ونيول شو  .

 ده وويل چې نيول شوى  سړى  د وسلو يو حرفوي  قاچاق وړونکى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته