په بغلان کې د واورې اورښت ميوه لرونکو ونوته زيان اړ ولى دى
کابل باخترد ثور دمياشتې ١٠ :
دبغلان ولايت په پنځو ولسواليوکې د واورې د سخت اورښت له امله ټولوميوه لرونکو ونو ته زيان او ښتى دى.
د اندراب په دريو ولسواليو او د خوست او فرنګ په ولسوالۍ کې تېره شپه د واورې د اورښت له امله د ميوو، په تېره بيا د مڼو ونو ته زيان او ښتى دى.
دبغلان په ده صلاح ولسوالۍ پورې اړوند د مرغ دغاښۍ د کلى مشر ملانظر له باخترآژانس سره د ټيلفوني اړيکې په ترڅ کې وويل: د واورې سخت اورښت هغه هم د ثور په مياشت کې د ونو د ميوو په له منځه تللو سربېره يوشمېر ونې له بيخه ايستلې دي.
ده زيا ته کړه: په لوړو سيموکې د واورې ا ندازه پنځوسو سا نتي مترو او په اوارو سيموکې څه د پاسه پنځه ديرشو سانتي مترو ته رسيد لې ده.
خبرځاى زياته کړه: د واورې اورښت دپوهنې د بهير د ګډوډيدو او د ښوونځيو د خيمو د له منځه تللو سبب شوى دى.
د ده صلاح ولسوال عبدالحنان اندرابي وايي: د تيرې شپې د واورې اورښت د ميوه لرونکو بڼونو په ګډون، د کرنې په سلوکې پنځه څلويښت حاصلا تو ته زيان اړولى دى او هغوکسانو ته چې د بڼوالۍ کسب لري؛ د زيات اقتصادي زيان سبب شوى دى.
دغه راز د پلسي او سوچي غاښي چې دوه غرني اوسختې سيمې دي او له مرکز سره د خوست اوفرنګ اوګذرګاه نور د ولسواليو د پيوستون لارې دي؛ هم له تيرې شپې را په ديخوا د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي .
دبغلان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست د ترويج مسوول محمد سالم وايي: د واورې ناڅاپي اورښت د مڼو، زردالو، شفتالو ، بادامو ، توتانو او نورو په ګډون ميوه لرونکو ونوته زيان اړ ولى دى او بڼوال يې اغيزمن کړي دي.