په بغلان کې د نيالګيو د کښېنولو کمپاين پيل شو

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
په هېواد کې د سراسري سولې په هيله په بغلان ولايت کې د نيالګيو کښېنولو کمپاين پيل شو.
د باختر اژانس دخبريال دخبرله مخې:   په هغې غونډه کې چې د بغلان د ولايتي شورا د غړو، د کرنې او ژوندانه د چاپيريال  ساتنې د رياستونو او دپلخمري ښاروالۍ د مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه؛ دبغلان والي عبدالحی نعمتي د نيالګيو د کښېنولو او سمسورتيا د ارزښت په باب خبرې وکړې او ويې ويل:  په دې وروستيو وختوکې په هېواد کې د سولې په لاره کې هلې ځلې دوام لري او موږ د هغې ورځې په هيله يوچې په هېوادکې د سولې شاهدان واوسوو او لومړنى نيالګی يې د سولې د نيالګي په نامه د ولايت په انګړ کې کېښود.
د بغلان ولايت د کرنې او اوبو لګولو رئيس وويل چې ټاکل شوې ده څه د پاسه             يو ميليون ميوه لرونکي او ډولي نيالګي په بغلان ولايت کې کښېنول شي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته