په بغلان کې د قران کریم د حافظانو پر سر د فضیلت پګړۍ وتړل شوې
کابل / د کب ۲۱ مه / باختر
په بغلان کې د حضرت عمرفاروق ( رض َ) د مدرسې د ۷ حافظانو پر سر د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.
د بغلان د پلخمري ښار د حضرت عمرفاروق ( رض ) مدرسې مسوول مولوي عبدالفتاح رحیمي قران عظیم الشان د لارښوونې او شفاء کتاب یاد کړاو د قران کریم په لارښونو یې پرعمل کولو ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د قران کریم د ۷ حافظانو پر سر د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.
د یادونې وړ ده چې په یاده مدرسه کې ۶۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې تر اوسه له یادې مدرسې په دوو دورو کې ۱۴ تنه فارغ شوي دي.
ع