خبرونهورزش

په بغلان کې د فوټسال سیالۍ د کهکشان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغی ۹ مه، باختر

 په بغلان کې د فوټسال پیل شویو ژمنیو سیالیو کې کهکشان لوبډلې یووالي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه، دغه سیالۍ د ۳۲ لوبډلو ترمنځ لس ورځې وړاندې پیل شوې وې.

د بغلان د ورزش آمر قاري محمد امیر امیري باختر اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د ورزش د ودې او د غوره لوبغاړو په نښه کولو په موخه ترسره شوې.

د خبر ځای د څرګندونو له مخې، په پایلوبه کې کهکشان لوبډله وتوانېدله چې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۵/۲  په توپیر ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته