ټولنه

په بغلان کې د فرحت غونډۍ د تفريح ځاى ونې د له منځه تلو په حال کې دي

کابل باختر د غبرګولي  نولسمه :
د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار د فرحت غونډۍ د تفريح ځاى په لسګونه زره ونې د له منځه تلو په حال کې دي .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: دمسوولينو نه پاملرنه د دې سبب شوې ده چې په لسګونه زره ډولي او ميوه لرونکي ونې چې په لوړه بيه پيرودل شوې دي؛ اوس د له منځه تلو په حال کې دي .
د فرحت غونډۍ د تفريح ځاى له بيا جوړولو  او په هغه  کې دڅه دپاسه شپيتو زرو ډولي او ميوه لرونکو نيالګيو له ايښودلو وروسته  چې د آغاخان د پرمختايي بنسټ په مستقيمه همکارۍ ترسره شوه؛ د څو کلونو په تېريدو سره اوس ٥٠ سلنه ونې له منځه تللې دي.
دمدني ټولنې فعال شاه زمان زماني د فرحت غونډۍ د ونو د وچيدو او له منځه تلو اصلي علت په منظم ډول د هغو نه خړوبول او نه څارنه وبلله او زياته يې کړه چې دغه نيالګي له لسو کلونو راپدېخوا د دولتي او غير دولتي موسسو په همکارۍ ايښودل شوې دي او د واټر پمپونو په واسطه خړوبول شوې دي او د دغه تفريح ځاى د نيالګيو ساتنه بشري ځواک ته اړتيا لري چې له بده مرغه دولتي مسوولين په دې برخه کې بې پروايي کوي .
  د بغلان ولايت  د ژوندانه د چاپيريال ساتنې رييس نور الله اميني دفرحت غونډۍ په تفريح ځاى کې د رامنځته شوي حالت له امله د انديښنې په څرګندولو سره وايي چې په دې غوڼدۍ کې څه دپاسه ٥٠ زره نيالګي ايښودل شوي دي خو نيمايي يې له منځه تللي دي .
ده زياته کړه چې ددغه تفريح ځاى د ونو وچيدو او له منځه تلو د مخنيوي په مقصد د پلخمري ښاروالۍ او د پلخمري د نساجۍ فابريکې په همغږۍ ګډ پروګرام ترلاس لاندې نيولى دى .
  ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته