امنیت

په بغلان کې د طالبانو یوه قرارګاه ویجاړه شوه

پلخمري / د مرغومي / ۶ / باختر
پوځیانو د وسله والو طالبانو یوه قرار ګاه تېره شپه د پلخمري ښار د بابه نظر په ساحه کې ویجاړه کړه .
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د بغلان پولیسو د بغلان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال صفي الله محزون په مشرتابه د بابه نظر په کلي کې د طالبانو پر قرار ګاه پراخ عملیات تر سره کړل چې د طالبانو قرار ګاه د پوځیانو لاس ته ورغله او ویجاړه شوه .
بشارت زیاته کړه چې وسله وال مخالفان تل په پلخمري کې له همدې قرارګاه پر پوځیانو بریدونه تر سره کول .
بشارت وویل: په دغو عملیاتو کې پوځیانو او ملکیانو ته زیان نه دی رسیدلی.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته