کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٩مه
د هېواد هوايي ځواکونو د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر سنګرونو بریدونه وکړل .
د بغلان په تاله او برفک ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې مسوولې سرچینې باختر آژانس ته وویل چې د دغو هوایي بمباریو په پایله کې د طالبانو سنګرونه له منځه تللي دي او هغوی ته د سر درانده زیانونه اوښتي دي.
د یادونې وړ ده چې طالبانو یو ځل بیا غوښتل پر تاله او برفک ولسوالۍ برید وکړي خو د هغوی په سنګرونو بمباري د دې سبب شول چې په شاتګ وکړي.
ختم/ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ