امنیت

په بغلان کې د طالبانو د استخباراتو د مسوول نيول کيدل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
دطالبانو داستخباراتو د برخې مسوول په بغلان کې ونيول شو.
د استخباراتو دبرخې مسوول دتيښتې په وخت کې نن سهار دملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شو.
د بغلان ولايت دملي امنيت درياست يوه مسوول خبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل: د طالبانو د استخباراتو دبرخې مسوول مولوي محمدظاهر چې دپلخمري ښار د سرخ کوتل په ساحه کې د نويد _ ١ د عملياتو په بهيرکې سخت ټپي شوى و، دکابل په لور د تيښتې په وخت کې د ملي امنيت د موظفينو له خوا د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شو.
ويل کيږي چې نيول شوى سړى د سيمې د امنيت په تامينولوکې ډير مهم دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته