امنیت

په بغلان کې د طالبانو جنګي وسايل کشف شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٠مه
پوځيانو نن د پلخمري ښار د ډنډ شهاب الدين ولسوالۍ په حسين خېلو کلي کې د وسله والو طالبانو جنګي وسايل ترلاسه کړل.
د بغلان د ملي امنيت د خبري څانګې مسئول عارف محمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په ترلاسه شويو وسلوکې له څو ماينونو سره يې يو هاوان، يوه پيکا، دوه کلاشينکوفونه، يوه تومانچه، يوه داشکه او يو زرو ٣٠٠ ګولۍ شته چې د ډنډشهاب الدين ولسوالۍ د حسين خېلو په کلي کې د وسله والوطالبانو له يوه پټنځي څخه ترلاسه شوې دي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته