په بغلان کې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته څه باندې ۸۱ میلیونه افغانۍ حقوق ورکړل شوي
کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د بغلان د شهیدانو او معلولینو ریاست مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې زرګونه د شهیدانو او معلولینو کورنۍ ثبت او حقوق یې ورکړل شوي دي.
د بغلان د شهیدانو او معلولینو رئیس احسان الله عابد باختر آژانس ته ویلي چې د روان کال په درېیمه ربع کې د دې ریاست له لارې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته ۸۱ میلیونه ۲۴۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
هغه زیاته کړې، چې په دې ریاست کې ۱۲ زره ۲۹۰ د شهیدانو کورنۍ او ۵ زره ۴۰۹ معلولین ثبت دي، چې په هغوی کې د تېرې ادارې او د اسلامي امارت دواړه کورنۍ شاملې دي.
د نوموړي په وینا، د حقوقو ورکولو پروسه د سروې او دقیقې څېړنې وروسته په شفاف ډول ترسره کېږي او ټولو مستحقینو ته د بانک له لارې میاشتني حقوق ورکول کېږي.
مسوولین زیاتوي، چې یادې کورنۍ د مرستو لپاره بېلابېلو خیریه بنسټونو ته هم ورپېژندل کېږي، څو د هغوی نورې اړتیاوې هم پوره شي.