ټولنه

په بغلان کې د شاتو مچيو ١٥٠ صندوقونه ووېشل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٥مه
د بغلان د کرنې او اوبو لګولو رياست نن  د شاتو مچيو ١٥٠ صندوقونه د بغلان د شاتو مچيو د روزنې پر اتحاديو ووېشل.
د بغلان د کرنې او اوبولګولو رييس باختر آژانس ته وويل چې د بغلان په خنجانو او مرکزي بغلان ولسواليوکې د شاتو مچيو د ټولنې پر ٣٠ غړیو د شاتو مچيو پنځه-پنځه صندوقونه وېشل شول.
خبرځاى زياته کړه چې د شاتو مچيو د دغو صندوقونو د وېشلو هدف د شاتو د توليد د کچې لوړول، کارموندنه او د کليوالي کورنيو د مالي بنسټ پياوړتيا ده.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته