خبرونهورزش

په بغلان کې د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د سلواغې ۲ مه، باختر

د بغلان  د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسیون له لوري د دې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د سوک وهنې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر قاري محمد امیر امیري وویل، چې د دې آمریت اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت او نهرین ولسوالۍ له بېلابېلو کلپونو د ۴۶ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

امیري زیاته کړه، چې دغو سیالیو ته د بغلان فدراسیون مسوولین، د سوک وهنې کلپونو روزونکي او زیات شمېر مینوال راغلي وو، چې په پایله کې د پلخمري ښار د سوک وهنې مرکزي کلپ د غوره مډال په ترلاسه کولو لومړی مقام او د نهرین ولسوالۍ د حیدري ځوانانو د سوک وهنې کلپ دویم مقام ترلاسه کړ.

ورته وخت کې د سوک وهنې یو لوبغاړي عمران اندړ وویل، چې دغه ډول سیالۍ د لوبغاړو د هڅونې او دغه راز د سوک وهنې لوبې د لا پراختیا لپاره ډېرې ګټورې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته