امنیت

په بغلان کې د سولې له پروګرام سره د يوې يوولس کسيزې ډلې طالبانو پيوستون

 

کابل- باختر دمرغومي څليرويشتمه:

 د يوې يوولس کسيزې ډلې وسله والوطالبانو دجګړې له دوام څخه لاس واخيست او په بغلان ولايت کې د سولې له پروګرام سره يوځاى شول .

 دغه طالبان مخکې له دې کلونه کلونه د جلګې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغانستان له دولت سره په جګړه کې و.

 د دغې ډلې قوماندان قاري ظفر الله نن د خپل پيوستون  په مراسمو کې باختر اژانس ته وويل چې له دې وروسته به دخپل هيواد په بيا جوړولو او د امنيت په تامينولو کې هڅه او هاند وکړي .

 ده له نورو طالبانوڅخه وغوښتل چې نور د پرديو له خوا ونه غوليږي او له ورانکارى څخه دې لاس واخلي .

 د بغلان ولايت امنيه قوماندان اسد الله شيرزاد وايي چې دقاري ظفر الله پيوستون به په جلګې ولسوالۍ کې د امنيت په  تامينولو مثبته اغيزې ولري.

 ويل کيږي چې دغه قوماندان تر خپل امر لاندې له لسو کسانو سره خپل جنګي وسايل هم دبغلان ولايت امنيه قوماندانۍ ته سپارلى دى . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته