په بغلان کې د زغردغوړيو استفاده زياته شوې ده .
-کابل باختر د وري اتمه :
په بغلان ولايت کې په دې وروستيو کلونوکې د زغر غوړيو دتوليدوونکو کار او بار ښه شوى دى .
په پلخمري ښار کې دزغر غوړيو دتوليد ددستګاه خاوند خدايار باختراژانس ته وويل چې له اتيايمې لسيزې مخکې په دغه ښار کې دزغر غوړيو دتوليد يواځې دوه دستګاوې فعاليت کاوه . خو اوس دغه شمير دزغر غوړيو دتوليد يو ويشتو دستګاو ته لوړه شوې ده .او په ورځ کې دزغريوه زياته اندازه غوړي پلور ل کيږي .
په پلخمري کې دحکيم سنايي پوهنتون دکدري روغتون يو تن چارواکى ډاکتر محمد انور عمري هم وويل چې زغر غوړيو لګښت ته دخلکو د مخې کولو اصلي علت دبازار دغوړيو مضروالي دى . او دغه غوړي دکيفيت دموندلو له لابراتوار پرته بازار ته وارديږي .
يوشمير استفاده کوونکي دزغر غوړي له زيان څخه لرې بولې او په دې باور دي چې دبازار غوړي د انسانانو روغتيا او سلامتيا ته زيات زيان رسوي .
ده دخلکو ترمنځ د زړه ، دوينې دفشار او دوينې دغوړو دناروغيو يوعامل دبازار له غوړيو څخه استفاده وبلله .
خدايار زياته کړه چې دفابريکې خاوندان په سلو کې اتيا اومه مواد له ترکمنستان او قزاقستان څخه واردوي او په سلوکې شل نورې دهېواد دکرنې له محصولاتو څخه برابروي .
په پلخمري کې د زغر غوړيو يو تن استفاده کوونکي باز محمد وايي چې دغه غوړي بې زيانه دى خو له بده مرغه د زغر په غوړيو کې هم درغلي لاره موندلې ده .
ده دزغر غوړيو دتوليدوونکو دستګاو له خاوندانو څخه وغوښتل چې بازار ته د خالص زغر غوړيو وړاندي کولو ته زياته پاملرنه وکړي .