ټولنه

په بغلان کې د دوو ټولګټو پروژو کار پيل شو

_  کابل باختر دکب دمياشتې ٢٥:
په بغلان ولايت کې  نن د دولسو مليونو افغانيو په لګښت د دوو ټولګټوپروژو کار پيل شو.
د بغلان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رئيس انجنير عبدالرب حکيمي باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د ٣٦٠ متروپه اوږدوالي د دوشي ولسوالۍ د آهنګرانو د کلي د سيند په غاړه  د محافظوي ديوال  او د١٨٥مترو په اوږدوالي ددغه ولايت د جلګې ولسوالۍد مسجدبلندپه کلي کې د يومحافظوي ديوال جوړول شامل دي چې دبغلان ولايت د کليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست د کليوالي لارو د جوړولو د ملي پروګرام له خوا به بشپړې شي.
د حکيمې دڅرګندونوله مخې: د دغو پروژو په بشپړيدو سره به د اوبو دڅپانده کيدو له خطرونو څخه ددغه ولايت  د دوشي او جلګې د ولسواليو دخلکو ستونزې   لرې شي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته