په بغلان کې د ثبت احوال نفوسو په مرکزونو کې د پېژند باڼو د وېشلو بهیر مخ په زیاتېدو دی
کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
په بغلان کې د پېژند پاڼو د ترلاسه کولو غوښتونکي ورځ په ورځ زیاتېږي.
مسوولین وايي چې دې بهیر ته په کتو د پېژند پاڼو څو نور مرکزونه پرانیزي، تر څو د یاد ولایت وګړي په ډېرې اساني سره پېژند پانې ترلاسه کړي.
اوس مهال د مرکزي بغلان په ولسوالۍ او پلخمري ښار کې د پېژند پاڼو دوه مرکزونه فعال دي چې هره ورځ د پېژند پاڼو په سلګونو غوښتونکي ورته مراجعه کوي.
د بغلان ثبت احوال نفوسو رییس مولوي رحمان رحماني باخترآژانس ته وویل چې دوی هڅه کوي په مرکزي بغلان کې د پېژند پاڼو د وېشلو د مرکز له جوړولو وروسته دوه نورمرکزونه د خنجان ولسوالۍ او پلخمري ښار کې هم پرانیزي.
د وړاندې شویو شمېرو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې د بغلان څه کم ۴۱ زرو اوسېدونکو یادو مرکزونو ته مراجعه کړې ده.
رحماني وايي چې تر اوسه یې پر۲۶ زرو اوسېدونکو پېژندپاڼې وېشلي او د ۱۵ زرو نورو کسانو کار تر لاسه لاندې دی.
ع