خبرونهټولنه

په بغلان کې د ترافیکي پېښې له کبله  شپږ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د مرغومې ۲۰ مه، باختر

د بغلان – سمنګان په لویه لاره د دې ولایت په اړوند خواجه الوان سیمه کې د یوه کرولا  او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني وايي، چې یوه ترافیکي پېښه  په خواجه الوان سیمه کې د کرولا او کوماز موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو تن مړ شوی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

برهاني زیاته کړه، چې پېښه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدان وايي، چې د پيښې ټپيان پر وخت د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته